دولسي جرګې د دوهم پړاو ټاکنو د نوماند لنډه پيژندنه :
کاکوجان نيازي کاکوجان نيازي

 کاکو جان نيازى د ١٣٣١ لمريز کال کې د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په قلندر خېل کلي کې زږيدلى ، لومړنۍ زده کړې يې په بګرام او ثانوي زده کړې يې د پروان د مرکز چاريکار په ليسه کې سرته رسولې دي . ښاغلي نيازى  په هيواد کې په تيرو درېيو لسيزو ناخوالو کې د نورو  مليونو افغانانو په شان له هيواده کډه وکړه .  کاکوجان نيازي  لوړې زده کړې په المان کې دحقوقو په برخه کې بشړې کړې دي .

ښاغلي نيازي دا دندې سرته سولې دي :

١- له ١٣٥٩ څخه تر ١٣٦٣  پورې يې له افغان کډوالو سره دمرستو داتحاديې (يونين ايد ) دريس په توګه په پاکستان کې دنده اجرا کړې او له هغو کډوالو سره ډېرې مرستې کړې چې نوي پاکستان ته کډوال شوي وو.

٢- په ١٣٦٠ ل کال کې يې دالمان په بن ښار کې د کډوالو له پاره فرهنګي مرکز پرانيست او په خپله يې د دغه مرکز د ريس په توګه دنده سرته رسولې . د دې مرکز د جوړيدو موخه په کډوالۍ کې دافغانستان داصيل فرهنګ ژوندي ساتل و.

٣- له ١٣٦٤ کال څخه تر ١٣٨٠ کال پورې يې دافغانستان له پاره دجرمنيانو د بنياد دريس په توګه کار کړى دى .

٤- په ١٣٧١ کال کې يې د هرات د سولې د حرکت بنسټ کيښود او د هغه د وياند په توګه يې دنده ترسره کوله .

پر دې سربيره ( دافغان ترافيک  )او ( راه ابريشم ) شرکتونه هم رهبري کړي دي .

ياده دې وي چې ښاغلى کاکوجان نيازى د خپلو شخصي بوختياوو ترڅنګ هيڅکله له عامه خدمتونو ليرې نه دى پاتې شوى  او تر خپل وس پورې يې په ټولنه کې فرهنګي خدمتونه او د اړو هيوادوالو لاس نيوى کړى دى .

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نوماندۍ انګيزه :  

دافغانستان خلکو او ځانګړې توګه د ټولنې له اړو خلکو سره مرسته او نجونو او هلکانو په ځانګړې توګه بې وزله او محرومو ځوانانو ته د زده کړې د زمينې برابرول .

موخې :

- په هيواد کې  د نارينه او ښځو له پاره د زده کړې د مناسبې زمينې برابرول .

- په هيواد کې دکرنې د سکتور وده او ميکانيزه کول .

- په ټول هيواد کې د بې وزلۍ له منځه وړل .

- په ټول هيواد کې د ټولنيز عدالت ټينګښت اود قانون حاکميت .

- دهغو قوانينو او فرمانونو همغږي چې اوس يوشان نه دي .

- دافغانستان په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو دراوستلو هڅې .

- په دولتي اداو کې داداري فساد دله منځه وړلو کوښښ .

- په هيواد کې د شهيدانو ، معيوبينو او معلولينو کورنيو ته پاملرنه .

- د منفي پديدو په وړاندې مبارزه .

- له کورنيو سرچينو څخه په استفاده د هيواد د په ځان بسياينې هڅه .

 

ښاغلى کاکوجان د هيواد د يوه ريښتيني بچي په توګه ژمنه کړې هر  څه چې په دې برخه کې يې  په وس کې وي  وبه يې نه سپموي . هغه دافغانستان له سرلوړو خلکو غواړي چې  دخپلو رايو په ورکولو سره  دى دخلکو د خدمت جوګه کړي  او ژمنه کوي چې هيڅکله به د خپلو هيوادوالو له رايو  ناوړه استفاده ونه کړي .


June 30th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها